د امریکا پلان: زرګونه نور افغان همکاران به هم را انتقال کړو

د امریکا ویزه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه پلان اعلان کړی چې له مخې یې زرګونه تنه نور افغانان چې له امریکایانو سره یې کار کړی متحدو ایالاتونو ته انتقالېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې نوي پلان کې هغه کسان شامل دي چې د امریکا په تمویل شوېو پروژو، غیر حکومتي ادارو او رسنیو کې یې کار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د طالبانو وروستي تشدد ته په پام سره د امریکا حکومت هڅه کوي، څو ځانګړو افغانانو ته په متحدو ایالاتو کې د کډوال په توګه د ژوند امکان برابر کړي.

د بیان له مخې په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې په امریکايي موسسو کې یې کار کړی.

بیان زیاتوي چې د نوېو معیارونو پر اساس د زرګونه افغانانو او د هغو د کورنیو د غړو لپاره چې کېدای شي ژوند یې له ګواښ سره مخامخ وي، په متحدوایالاتونو کې د دایمي استوګنې فرصتونه پراخېږي.

ولسمشر جو بایډن د کانګرس د غړو او فعالانو له خوا تر فشار لاندې دی، څو له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې ژوند یې د طالبانو له خوا د غچ اخېستنې د حملو له ګواښ سره مخامخ دی.