ځینو لوېدیځو ورځپاڼو افغانانو ته د امریکا د کډوالۍ پر خاص پروګرام لیکنه کړې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

د امریکا له‌خوا افغانانو ته د کډوالۍ د خاص پروګرام د پراختیا مسئلې د یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو پام وراړولی دی.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز په دې تړاو په یوه مقاله کې لیکلي له دې سره په یو وخت چې د طالبانو تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی متحده ایالات د افغانانو لپاره د کډوالۍ پروګرام پراخوي.

د راپورونو په اساس اوس د اېس‌ای‌وي یا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو اکثر ژباړونکو لپاره د کډوالۍ د خاصو ویزو په دوام د دوهم لومړیتوب کټګوري تر کار لاندې ده.

په دې کټګوري کې به د کډوالۍ په پروګرام کې لا زیاتې برخې شاملې شي، لکه د امریکا له‌خوا په تمویل شویو پروژو کې بوخت کارکوونکي، په امریکا کې د دېره رسنیو د افغانستان همکاران او ځينې نورې برخې.

لاس انجلس ټایمز لیکلي د دوهم لومړیتوب ویزې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې تر دې مخکې په شرایطو برابر نه‌ګڼل کېدل، خو د دوی او کورنیو امنیت‌یې له امریکا سره د کار په خاطر په خطر کې وو.

  • انډپنډنټ

انډپنډڼټ ورځپاڼې لیکلي، امریکا په داسې حال کې د لا زیاتو افغانانو د ایستلو زمینه برابروي چې په افغانستان کې یې د پوځي حضور پای ته کم وخت پاتې، خو طالبانو تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.

ورځپاڼې لیکلي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې دوشنبه د افغانانو لپاره د کډوالۍ پروګرام پراخ کړ او د دوهم لومړیتوب کټګوري یې وړاندې کړه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي په دې پروګرام کې به زرګونه کسان او د هغوی د کورنۍ نږدې غړي امریکا ته کډوال او هلته به هستوګن شي.

وړاندې لولو د دې لپاره چې افغانان له دې پروګرام برخه‌من شي باید د امریکا د یوې ادارې یا په امریکا کې د دېره رسنیو د مشر له‌خوا کاندید کړای شي.

  • یورو اېشیا رېویو

یورو اېشیا رېویو خپرونې د امریکا د ټاکنو د یوه پخواني کاندید او د حکومت د یوه منتقد لیکوال پان رال مقاله خپره کړې ده.

لیکوال په دې عنوان مقاله لیکلې چې: "ولې امریکایان نور د بایډن په ادارې باور نه‌لري؟"

د یورو اېشیا رېویو خپرونې له‌خوا په دې مقاله کې لیکوال د امریکا د ولسمشر جو بایډن په ادارې تُندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې ورځ تر بلې د خلکو د تېر ایستلو په لټه کې دي.

لیکوال زیاته کړې، د بایډن اداره په دې وستایل شوه چې په افغانستان کې نه‌ختمېدونکې جګړه پای ته رسوي هغه هم د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې په ۲۰مه کلیزه.

خو د لیکوال په باور امریکا افغانان ځان ته نه‌پرېږدي چې په خپله خوښه مخ ته لاړ شي.

د یورو اېشیا رېویو په دې مقاله کې لیکوال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال کېنټ مک‌کنزي په حواله لیکلي چې ګواکې امریکا به هوايي بریدونه نه‌کموي، بلکې لا به‌یې زیاتوي.

وړاندې لولو که څه هم امریکا به خپل عسکر راباسي، خو له خلیجه به په افغانستان بریدونو ته دوام ورکوي.