اروپايي ټولنه: د ډیپلوماتیکو مراجعو د فعالیت دوام به د افغانانو په ګټه وي

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر او د استازولۍ مشر وون برنټ

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر او د استازولۍ مشر د ډیپلوماتیکو مرکزونو خوندیتوب او فعالیت له افغانانو سره د مرستو د دوام په خاطر مهم او اړین بللی دی.

سفیر وون برنټ نن په یوه لړ ټویټونو کې په دې اړه څرګندونې کړې دي.

هغه لیکلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان او نړۍ په هر ګوټ کې ډیپلوماتان او ډپلوماتیک مرکزونه خوندي دي او د دوی خوندیتوب ځکه مهمه دی چې ان د کړکېچ په وخت کې هم د دولتونو ترمنځ حداقل تعاملات او روابط جاري وي.

د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشر او سفیر زیاته کړې: "د سفارتونو او نورو ډیپلوماتیکو مراجعو دوامداره فعالیت به د ټولو افغانانو په ګټه وي او د بشري او پراختیايي مرستو په رسولو کې به د افغانانو لاسنیوی وکړي."

سفیر ون برنټ د خپلو ټويټونو په پای کې ویلي په ډاډ سره چې ده نه د کومې پټې معامې یا نه هم د طالبانو د خوځښت په اړه د ساده فکر په اړه اشاره کړې، بلکې د طالبانو هغه دوه عمومي اعلانونه‌یې یاد کړي چې ویلي یې دي ډیپلوماتیک مرکزونه به امن وي او طالبان په هېواد کې د پراختیايي او بشري مرستو د دوام لېوالتیا لري.

د اروپايي ټولنې دې لوړپوړي چارواکي داسې وخت په افغانستان کې د ډیپلوماتیکو مرکزونو په خوندیتوب ټینګار کړی چې په هرات کې د طالبانو له‌خوا د یوناما په دفتر د بریدونو راپور ورکړل شوی.

یوناما ویلي له طالبانو یې غوښتي د دې برید عاملان چې یو ګارډ یې وژلی دی باید ځواب‌ګویه واوسي او د دې قضیې جدي پلټنه وکړي.

طالبانو بیا ویلي چې په هرات کې د یوناما دفتر خوندي دی، خو دا چې د جګړې سیمې ته نږدې پروت دی ښايي ساتونکو ته‌یې زیان اوښتی وي.