کاناډا او فرانسه کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

د کاناډا په تورنتو کې مظاهرې

د کاناډا په تورنتو او د فرانسې په پلازمېنې پاریس ښار کې سلګونه افغانانو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او جمهوري نظام څخه د ملاتړ او د پاکستان پر ضد لاریون وکړ.

د لاریون تنظیموونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د کاناډا او فرانسې مېشتو سلګونه افغانانو د یکشنبې ورځې په لاریون کې په افغانستان کې د پاکستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو د نیابتي جګړې د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه وکړه.

سیاسي فعال او د تورنتو د مظاهرې یوه تنظیموونکي حزب‌الله کاظم ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د دې لاریونونو د برکته چې دا یوه لړۍ پیل شوې نه‌یوازې په کاناډا، بلکې په اروپايي هېوادونو او امریکا کې موږ هیله‌من یو چې تأثیر به‌یې دا وي چې د دوی توجه واوړي د پاکستان نیابتي جګړې ته او دوی هم لږ نور په اخلاص او جدي توګه باندې د افغانستان د قضیې لپاره لاس په کار شي."

له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په یو شمېر اروپايي هېوادونو له هغې ډلې بلجیم، بریتانیا او هالند کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

سره له دې چې لاریونوالو د پاکستان حکومت او پوځیان د افغان جګړې تر شا ښکېل بللي، خو پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په کلکه رد کړې چې دوی د افغان جګړې تر شا دي یا طالب جنګیالي تمویلوي.