د المپيک لوبې؛ یوه بلاروسۍ ورزشکاره وايي په زوره بېرته هېواد ته ستنول کېده

کریسټینا تسیمانوسکایا بلاروسۍ لوبغاړې چې المپيک کې یې برخه اخیستې ده.

د توکیو په المپیکي لوبو کې یوه بلاروسۍ ورزشکاره وايي چې روزونکو یې په زوره بېرته هېواد ته ستنوله.

جاپاني پولیسو د دې کار مخه نیولې ده.

کریسټینا تسیمانوسکایا د یکشنبې په ورځ وویل چې د بلاروس چارواکو د دې د خوښې خلاف هغه هوایي ډګر ته وړې وه او غوښتل‌یې بلاروس ته‌یې ولېږي.

دا ټول وروسته تر دې پېښ شول چې د اتلتیک یا ځغاستې د برخې دې بلاروسۍ لوبغاړې په خپل انسټاګرام باندې لیکلي و چې ګڼې بلاروسۍ لوبغاړې د ډوپېنګ د ټسټونو لپاره د کافي وسایلو د نشتوالي په خاطر د توکیو له المپیکي لوبو بې‌برخې شوې.

دې بلاروسۍ لوبغاړې ویلي چې له جاپان نه‌وځي او د المپیک نړیواله کمېټه دې د دې پېښې په تړاو مداخله وکړي.

د بلاروس د المپیک چارواکو ویلي چې دا ورزشکاره د ډاکتر په توصیه د هغې ناسم رواني حالت ته په کتو بېرته بلاروس ته لېږل کېده.