تندر قول اردو: پکتیکا کې د ۴ پاکستانیو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د تندر قول اردو چارواکي وايي، تېره شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د سپېرې په سیمه کې د ۴ پاکستاني وګړو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

نن د یکشنبې (د زمري ۱۰مه) په ورځ د تندر قول اردو د رسنیو د دفتر مشر ایمل خان مومند ازادي راډیو ته وویل، چې وسله والو ته یاده مرګ ژوبله د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې اوښتې ده.

مومند زیاته کړه: "تېره شپه د تندر قول اردو د دوهمې لواء منسوبینو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د طالب ترهګرو ډله ییز بریدونه په شا تمبولي او په هغوی يې هدفمند بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور يې ټپيان شوي دي."

د نوموړي په وینا، د یو شمېر وژل شوېو وسله والو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

ایمل خان مومند وویل، په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.