د میدان وردګ او ارزګان تازه امنیتي وضعیت

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

  • میدان وردګ

د میدان وردګو ولایت امنیتي مسولین وايي، د دغه ولایت پر مرکز میدان ښار د وسله والو طالبانو د تېرې شپې هغه ډله ییز برید يې په شا تمبولی چې غوښتل يې دغه ولایت سقوط کړي.

د یاد ولایت امینه قوماندان مصطفی مایار نن شنبه (د زمري ۱۰مه) ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو دغه برید تېره شپه پر درې نیمو بجو پیل کړ.

نوموړی وايي، د یاد برید پر مهال د طالبانو د دوو سرګروپانو (قاري خالد او راشید) په ګډون ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې: "دښمن غوښتل چې ولایت سقوط کړي، خو د افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو له سخت مقامت سره مخامخ شول."

مایار وايي، د تېرې شپې برید د مرکز میدان ښار اړوند فامیليو سیمه کې د افغان سرتیرو یوه پوسته هم سقوط کړې او درې افغان سرتیري هم وژل شوي، دغه راز یو هاموې ټانګ سوځېدلی او یو طالبانو له ځان سره بیولی.

هاخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي، دغه ولایت کې یې ۶ افغان سرتیري وژلي، یو شمېر وسلې او مهمات د دوی لاسته ورغلي او همدا راز د فامیلیو پوسته یې هم سقوط کړې.

نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال دوه طالبان وژل شوي او نور ټپیان دي.

امنیه قوماندان مصطفي مایار بیا وايي، په سیمه کې اوس وضعیت عادي دی او په خبره یې دغه ولایت کې یې لسګونه نوي امنیتي پوستې جوړې کړي او د طالبانو د هر برید پر وړاندې چمتوالي لري.

دا په داسې حال کې ده چې د میدان وردګو ولایت پنځه ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو سره دي.

  • د ارزګان وضعیت

بل خوا د افغانستان په سویل کې د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي هم خبر ورکوي چې دغه ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د ارزګان مرکز ترینکوټ

د ارزګان امنيه قوماندان جنرال محمدعظيم هاشمي نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) رسینو ته وویل: " تېره شپه افغان ځواکونو د مرکز ترينکوټ اړوند چنارک سيمه کې وسله والو طالبانو ته کمين نيولی و چې پرمهال يې یو طالب وژلی او یو يې ژوندی نیولی، له دوی سره یو میل کلاشنکوف، دوه پایې مخابرې او دوه موټرسایکلان هم نیول شوي."

بل خوا يوه سرچينه وايي، تېره شپه د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ جنګي کاریز سيمه کې يو پوليس هم وژل شوی.

تراوسه پورې وسله والو طالبانو د تېرې شپې نښتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم افغان ځواکونو د ارزګان-کندهار پر لويه لاره پر وسله والو طالبانو بريد کړی وو چې پرمهال يې څلور وسله وال طالبان ژوندي نيولي وو او درې نور یې وژلي وو.