ملي امنیت کندهار کې نیول شوي خبریالان طالبانو سره په همکارۍ تورن کړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، هغه څلور خبریالان چې تېره اوونۍ یې ونیول، له طالبانو سره په همکارۍ تورن کړي دي او وايي چې د دوی قضیه به ډېر ژر د هېواد عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

تېره اونۍ د ملت غږ سیمه ییزې راډیو درې تنه خبریالان، بسم الله وطندوست، محب الله عبیدي او قدرت سلطاني او عکاس ثنالله سیام چې ویل یې د سینهوا خبري اژانس لپاره کار کوي د طالبانو تر ولکې لاندې بولدک ولسوالۍ ته له تلو وروسته د راستنېدو پر مهال ونیول شول.

ملي امنیت په یو بیان کې چې نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) خپور شو ویلي چې دې خبریالانو د زمري په ۳ مه نېټه په سپین بولدک کې د طالبانو د وژل شوي مشر ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب عمري په ګډون له یو شمېر طالب مشرانو سره د جنرال عبدالرازق په کور کې کتلي او مرکې یې ورسره کړي دي.

بیان زیاتوي چې د ملت غږ راډیو د فعالیت جواز نه لري او همدا راز سینهوا خبري اژانس ویلي دي چې سیام یې رسمي کار کوونکی نه دی.

ملي امنیت وايي، دې خبریالانو له طالب مشرانو سره په خپلو مرکو کې هڅه کړې چې طالبان پاک وښيي، پر تروریستي اعمالو یې سترګې پټې کړي او په دې توګه د عوامو ذهنیت د طالبانو په ګټه بدل کړي.

د ملت غږ راډیو ادارې پر وطندوست لګېدلي تورونه رد کړي او د هغه د ډېر ژر خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

له دې مخکې د خبریالانو مدافع ټولنو د دې خبریالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې او حکومت یې د بیان پر ازادۍ په سانسور تورن کړی دی.