افغان پوهنتونونو کې د بشري حقونو اړوند د یوه مضمون تدريس پيليږي

آرشیف، د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د بشر حقونو له خپلواک کمېسيون سره په یوه تازه اقدام کې په ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د بشري حقونو اړوند مضمون تدريس پيلوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د لوړو زده کړو وزارت سره يو هوکړه ليک لاسلیک کړی چې له مخې به يې د بشري حقونو اړوند ټول مسايل محصلانو ته تدرسېږي.

په دې اړه نور: د لوړو زده کړو وزارت او د بشري حقونو کمېسیون ترمنځ یوه هوکړه وشوه

د لوړو زده کړو وزارت وياند حامد عبيدي د يکشنبې (د زمري ۱۰مه) په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "د بشري حقونو اړوند په ټولو مسايلو په اکاډميک ډول بحث او په اجتماعي مضمونونو کې زده کوونکي بايد تشويق شي، څو د بشري حقونو په برخه کې مقالې وليکي."

د ښاغلي عبيدي په خبره، د پوهنتون ټول استادان او علمي کدرونه به په خپلو څېړنو کې د بشري حقونو اړوندو مسايلو ته کار وکړي.

په همدې حال د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشره شهرزاد اکبر وايي، دغه ګام کولی شي د بشري حقونو د ارزښت د ساتنې په برخه کې ګټور تمام شي.

اغلې اکبر زیاته کړه: "د دې هوکړې څلور چوکاټه ډېر منظم ترتیب شوي او دا فرصت برابروي چې دواړه خواوې یو له بل سره ښه همکاري وکړي. هغه همکاري چې دواړو خواوو ته ډېره مهمه ده."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشره شهرزاد اکبر

د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي، ځوانان بايد د بشري موضوعاتو په تړاو زيات معلومات ولري، څو وکولی شي د ځان او کورنۍ بشري حقونه خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو لسیزو هڅو سره-سره چې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون او نورو اړوندو بنستونو له خوا شوي، په افغانستان کې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو نقض لا هم له جدي ستونزو څخه ګنل کېږي.

د ښځو وهل، ټکول، په کم عمر کې د نجونو ودول او ښوونیزو او روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی په دغه هېواد کې د بشري حقوقو د نقض مهم موارد شمېرل کېږي.