د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې چاودنه شوې

آرشیف،د بدخشان مرکز فیض اباد ښار

د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې نن شنبه (د زمري ۱۰مه) یوه چاودنه وشوه.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثنالله روحاني د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه بې خبري ښيي خو وايي چې د دوی څېړنې روانې دي.

د پېښې د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل، چاودنه نن لس نیمې بجې شااوخوا د فیض آباد په نوي ښار کې د امنیه قوماندانۍ مخې ته هغه مهال وشوه چې د پولیسو یو موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې و.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې چاودنه کې څو نژدې دوکانونه وران شوي دي.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی. د بدخشان ښار ډېرې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.