عُمان کې د اسراییلو پر ټانکر برید؛ ایران د اسراییل ادعا رد کړه

د اسراییل او ایران ګډ بیرغونه

ایران د اسراییلو هغه ادعا رد کړې چې وايي، تهران د عُمان سواحلو ته نژدې د اسراییلو د تېلو پر یو اړوند ټانکر د تېرې سې شنبې ورځې په برید کې لاس لري.

په دې برید کې د دې ټانکر بېړۍ دوه کار کوونکي چې یو د بریتانیا او بل د رومانیا وګړي وو، ووژل شول.

دا بېړۍ چې مالک یې یو جاپانی شرکت دی او د لایبریا بیرغ پرې رپېده په لندن کې دېره اسراییلي شرکت زودیاک ګروپ اداره کاوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطی بزاده نن د اګسټ په لومړۍ نېټه په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې ناامني، ترور او تاوتریخوالی اسراییلو جوړ کړی دی او زیاته یې کړه، د اسراییلو له خوا د دې تورونو هدف دا دی چې له حقایقو څخه پاملرنه بلې خوا ته شي.

له دې مخکې د اسراییلو صدراعظم نفتالي بینیت پر ایران تور ولګاوه چې ځان د دې پېښې له مسوولیته باسي.

د امریکا سمندري ځواک پرون په یوه بیان کې وویل چې د عُمان په ساحل کې یو ټانکر بېړۍ د بې پېلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوې وه.

بیان یادونه کوي چې له برید وروسته یې دوه جنګي بېړۍ د مرستې لپاره د تیلو ویجاړ ټانکر ته ولېږلې څو تر خوندي ځایه یې بدرګه کړي.