د کندهار پر هوايي ډګر تېره شپه راکټونه لګېدلي

د کندهار د احمدشاه بابا هوايي ډګر

د کندهار پر احمدشاه بابا هوايي ډګر تېره شپه څو راکټونه ولګېدل. لومړني راپورونه وايي چې د راکټونو د لګېدو له کبله مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

د احمدشاه بابا هوايي ډګر ريیس مسعود پښتون فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دوه راکټونه د هوايي ډګر پر ځغاستلیکې لګېدلي او له کبله یې ټولې الوتنې لغوه شوي دي.

ده په عین حال کې ویلي چې د ځغاستلیکې د بېرته جوړولو کار پیل شوی او تمه لري چې نن ورځ به بشپړ شي.

کندهار په وروستیو ورځو کې د خونړیو نښتو په میدان بدل شوی چې له کبله یې زرګونه کورنۍ بې ځایه کېدو ته مجبوره شوې دي.