هشت صبح: له اوسنۍ جګړې معلومېږي چې طالبان د واک لپاره جګړه پرمخ وړي

ارشیف، وسله وال طالبان

په کابل کې چاپېدونکو نننیو ورځپاڼو تر ډېره د تېر په شان یو ځل بیا د سولې د خبرو په ټپه ولاړ حالت او د طالبانو له لوري پر لویو ښارونو د بریدونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي.

د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، افغان دولت له طالبانو سره د یوې عادلانه سولې له هوکړې ناهیلی شوی، خو لا هم د سولې له خبرو لاس نه اخلي او لکه د پخوا په شان یې ټینګار پر دې ده چې د افغانستان کشاله سیاسي حل لاره لري.

په سرمقاله کې راغلي، اوسني شرایط د افغان دولت په ګټه نه دي، سیمه ییزې ادارې له ۲۰۰ زیاتې ولسوالۍ سقوط شوې، شپږ لوی سوداګریز بندورنه د طالبانو لاسته لوېدلي چې ورسره د دولت عواید کم شوي.

د لیکوال په اند، په اوسنیو حالاتو کې جګړه د دولت انتخاب نه بلکې مجبوریت دی، یا به جګړه کوي، یا به طالبانو ته تسلیمېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له دې وړاندې طالبان په دې پلمه جنګېدل چې ناټو او امریکا افغانستان اشغال کړی، د لیکوال په باور له اوسنۍ جګړې دا معلومېږي چې طالبان د واک لپاره جګړه پرمخ وړي.

د ورځپاڼې په پای کې راغلي، د افغان د دولت پایښت د حکومتي مشرانو، د ګوندونو رهبرانو، سیاسي څېرو، پخوانیو جهادي قوماندانانو، د مدني ټولنو استازو او ځوانانو سیاسي اجماع پورې تړلی چې باید په ګډه کار وکړي، څو جمهوري نظام خوندي شي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، طالبانو د ولسوالیو له نیولو وروسته جګړه د ښارونو تر څنډو را ورسېدله، په ځینو ولایتونو کې جګړه د ښارو په ناحیو کې روانه ده، کله چې طالبان په ښارونو کې پرمختګ وکړي او کله هم په شا شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په دغو جګړو کې د پراخو مالي زیانونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم درنه مرګ ‌ژوبله اوښتې ده.

د لیکوال د معلوماتو له مخې په هلمند کې پر یوه روغتون هوايي برید وشو، تردې وړاندې هم د خلکو پر کورونو هوايي بریدونه شوي وو، د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ شوي، جوماتونه، ښوونځي او روغتونونه پر پټن ځایونو بدل شوي، له بله اړخه دغو جګړو ښاریان له سختو ستونزو سره مخ کړي، په وېره او ډار کې دي، کاروبار په ټپه ولاړ دی، خلک له لوږې سره مخ دي او د خوراکي او نورو توکو بیې هم په کمساري ډول لوړې شوي دي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، په ښارونو کې جګړه ځکه درنه مرګ‌ ژوبله لري چې نفوس په کې زیات دی او مالي زیانونه یې هم د کلیوالو سیمو پرتله په ځلونو زیات دي.

لیکوال په پای کې ټینګار کوي، دواړو لورو ته پکار ده چې د خلکو په اړه فکر وکړي، د هغوی ژوند او مال ته درناوی ولري، د جګړې پرځای پر سیاسي حل تمرکز وکړي او په ښارونو کې دا روانه جګړه ودروي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان لیکلي، په دې وروستیو کې طالبانو په ټول توان هڅه وکړه چې د یو شمېر ښارونو ځینې سیمې لاندې کړي، خو د لیکوال په باور د ولسوالیو برخلاف د ولایتونو د مرکزونو نیول او تسخیر څه اسانه کار نه دی.

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو په کندهار، تخار او هرات ښارونو سختې حملې وکړې، د لیکوال په اند نه یوازې ښارونه یې ونه نیول، بلکې د ولسي مقاومت په مټ ورته زیات ځاني زیانونه هم واوښتل او حملې پر شاه وتمبول شوه.