امریکا: د اسراییلو پر ټانکر برید کې دوه تنه وژل شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا سمندري ځواک وايي، د عمان په ساحل کې د اسراییل د تېلو پر یوه ټانکر د بې پېلوټه الوتکې په برید کې دوه تنه وژل شوي دي.

اسراییل دا برید چې د جمعې په ورځ وشو، د ایران له لوري بللی دی.

په برید کې د ټانکر دوه تنه عمله چې یوه د بریتانیا او بله د رومانیا وه، وژل شوي.

دا په وروستیو کلونو کې په دې سیمه کې پر یوې سوداګري بېړۍ لومړنی برید دی.

د امریکا سمندري ځواک ویلي چې له پېښې وروسته یې خپلې دوې جنګي بېړۍ د تیلو ټانکر ته د مرستې لپاره ولېږلې او هغه یې تر خوندي ځایه پورې بدرګه کړه.