د لوړو زده کړو وزارت او د بشري حقونو کمېسیون ترمنځ یوه هوکړه وشوه

دا هوکړه د لوړو زده کړو د وزیر عباس بصیر او د بشري حقونو د مشرې شهرزاد اکبر له خوا لاسلیک شوه. 

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تحصیلي نصاب کې د بشري حقونو د شمولیت په اړه یوه هوکړه لاسلیک کړه.

د لوړو زده کړو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا هوکړه پرون شنبه (د زمري ۹مه) د لوړو زده کړو د وزیر عباس بصیر او د بشري حقونو د مشرې شهرزاد اکبر له خوا لاسلیک شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې له دې سره به په هېواد کې د بشري حقونو د ارزښتونو پوهاوي او تطبیق ته ښه زمینه برابره شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم دا کار ګټور بللی او ویلي یې دي چې د بشري حقونو معنی لرونکو ارزښتونو ته لاره هواروي.

خبرپاڼه کې د هوکړې د عملي کولو پر لارو چارو جزیات نه دي ورکړل شوي.