المپیکې سیالۍ او مینه والو ته نوې ویډیويي ټکنالوژي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ویډیويي نوې ټکنالوژي د المپیک په سیالیو کې لوبغاړو ته دا امکان چمتو کوي، چې خپل بریالیتوب، ماته او ناراحتي په همغه شیبه کې له دوستانو، کورنۍ او خپلوان سره شریک کړي.

د المپیک د ۲۰۲۰ کال سیالۍ په توکیو او د جاپان په نورو ښارونو کې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو د مخنیوي له امله په لومړي ځل د لوبغاړو له خپلوانو او کورنیو د غړیو له ګډون پرته پیل شوې دي.

دغه نوې ټکنالوژي د دې لامل شوې چې د لوبغاړو دوستان او کورنۍ وتوانېږي، په مجازي نړۍ کې له نېږدې وګوري او د لېري والي تر څنګ خپل احساسات، په ژوندۍ بڼه او ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.