جرمني کې لسګونه افغانانو د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته لاریون کړی

فرانکفورت کې راوتلی لاریون

د جرمني په فرانکفورت ښار کې پرون ناوخته په لسګونو افغانانو د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته لاریون وکړ.

د لاریون یوه تنظیموونکي خالد یوسفي، د دې حرکت د موخې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "لومړۍ موخه مو دا وه چې د افغانستان له ملي اردو او جمهوري نظامه خپل ملاتړ څرګند کړو. دویمه موخه مو دا وه چې د پاکستان لاسوهنه او دوه مخیتوب وغندو او خلکو ته یې ښکاره کړو."

پاکستان تردې مخکې د طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي او ویلي یې دي، د افغانستان جګړې اسلام اباد هم اغېزمن کړی دی.

بل خوا ټاکل شوې سبا یکشنبه (د زمري پر لسمه) د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې هم په لسګونو افغانان د ایفل ټاور مخې ته لاریون وکړي.

په دغو لاریونونو کې برخوالو وسله وال طالبان تورن کړي چې د پاکستان په همکارۍ یې په افغانستان کې خپلې جګړې شدیدې کړي دي.

تر دې مخکې د کابل تر څنګ د امریکا د متحدو ایالاتونو په څو ښارونو، بلجیم، بریتانیا او نورو هېوادونو کې هم ورته لاریونونه شوي دي.