چارواکي: په لوګر کې د هندواڼو حاصلات لس سلنه زیات شوي

ارشیف،عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، روان کال په لوګر ولایت کې د هندواڼو حاصلات لس سلنه زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې روان کال دغه ولایت کې په ۳۵۷ هکتاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي چې ۱۵ زره ۶۱۸ مټریک ټنه هندواڼې حاصل یې ورکړی.

‎د نوموړي په وینا د لوګر هندواڼې د کابل په ګډون د ګاونډیو ولایتونو په بازارونو کې ښه پلور لري چې د یو من هندواڼو بیه تر ۱۷۰ افغانیو پورې رسېږي.

ښاغلي رستمي ونه ویل چې تېر کال په یاد ولایت کې د هندواڼو کرنیز حاصلات څومره و؟

د وزارت د معلوماتو له مخې په لوګر ولایت کې زیاتره بزګرانو د هندواڼو کرکیلې ته مخه کړې او په کښت کې له نویو میتوډونو کار اخلي.