د کابل- جلال اباد پر لویه لار ترافیکې پېښې ۲۰ تنه وژلي

د عزیزخان کڅ پېښه

د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د موټرو د ټکر په دوو جلا پېښو کې ۲۰ تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن شنبه (د زمري ۹مه) رسنیو ته وویل چې دغه ټکرونه په قرغیو ولسوالۍ کې شوي: "تېره شپه ناوخته د کابل- جلال اباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ اړوند په نارنج باغ سیمه کې د یوې سراچې او کاسټر موټرو د ټکر له امله ۸ تنه شهیدان شوي او ۱۰ ټپیان دي. دغه راز نن سهار د قرغیو ولسوالۍ په عزیز خان کڅ سیمه کې د یوې ټوډي او دوو سراچه ډوله موټرو په ټکر کې ۱۲ تنه شهیدان او ۸ کسان سخت ټپیان شوي دي."

د والي ویاند وايي په دغو پېښو کې ټپي شوي کسان روغتون ته انتقال شوي دي.