د عمان سمندرګي کې پر ټانکر برید؛ امریکا: ښايي بې پیلوټه الوتکې کړی وي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د متحدو ایالاتونو سمندري ځواکونو نن شنبه (د زمري ۹مه) وویل، د دوی د متخصصانو په باور د عمان د خلیج په سواحلو کې د تېلو پر یوه ټانکر ښايي د بې پېلوټه الوتکې له خوا حمله شوي وي.

تر دې مخکې اسراییل د تېلو پر یوه ټانکر په برید کې ایران دخیل بللی و، خو ایران تر اوسه په رسمي ډول په دې باب څه نه دي ویلي.

په دې حمله کې دوه تنه وژل شوي چې ویل کېږي یو یې د رومانیا او بل د بریتانیا دی. د دې ټانکر چارې د اسراییل په لاس کې وې.

زودیاک شرکت چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي دي چې پر دې ټانکر د لایبریا بیرغ رپېده او د پنجشنبې په ورځ حمله پرې وشوه.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یاییر لاپید ایران په دې پیښه کې دخیل ګڼلی دی، ده خپل بریتانیایي سیال ته وویل چې په کار ده دې پیښې ته ځواب ورکړل شي.

ایران تر اوسه په رسمي ډول په دې باب څه نه دي ویلي.

العالم ټلوېزیون چې په عربي ژبه خپرونې کوي او د ایران د حکومت دی، د یوې نامعلومې سرچینې په وینا خبر ورکړی چې دا حمله په سوریه کې پر یوه هوایي ډګر د اسراییل د مشکوک برید په ځواب کې شوې ده.