امریکا، ناټو او ملګرو ملتونو هرات کې د یوناما پر دفتر برید وغانده

د افغانستان او د ملګرو ملتونو ګډ بیرغونه

د امریکا متحد ایالاتونو، ناټو او ملګرو ملتونو په هرات کې د یوناما پر دفتر برید په سختو ټکو وغانده.

د هرات ښار په شااوخوا سیمو کې پرون جمعه (د زمري ۸مه) د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ درنې نښتې وشوې.

یوناما په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شو ویلي چې په دې برید کې د دوی د دفتر یو پولیس وژل شوی او یو شمېر نور پولیس افسران ټپیان شوي دي، خو د ملګرو ملتونو کار کوونکو ته زیان نه دی اوښتی.

یوناما وايي، د دولت ضد وسله والو مخالفینو د ملګرو ملتونو د دفتر دروازه په داسې حال کې په توغندي او مرمیو په نښه کړې ده چې د ملګرو ملتونو نښې او علامې په روښانه ډول پرې ښکاري.

د یوناما په بیان کې یادونه شوې چې د ملګرو ملتونو پر دفتر او ملکي کار کوونکو برید د نړیوال قانون پر اساس منع دی او کېدای شي چې جنګي جرم وبلل شي.

یوناما غوښتنه کړې چې د دې برید ترسره کوونکي باید وپېژندل شي او حساب کتاب ورسره وشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې د یوناما دفتر د جګړې سیمې ته نژدې دی چې ښایي د جګړې پر مهال یې ساتونکو ته زیان رسیدلی وي، خو سیمې ته د طالبانو له رسېدو سره دا دفتر خوندي شو.