د غزني چارواکي: د ښار ساتنې په موخه ګارنېزیون جوړ شو

د غزني ښار لپاره جوړ شوی ګارنیزیون

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د ګډو افغان ځواکونو له ترکیبه یې یو ځانګړی او مجهز ګارنېزیون جوړ کړی، څو د دغه ولایت د مرکز غزني ساتنه وکړي.

والي محمد داوود وايي، په دغه ګارنېزیون کې ۱۲۰ تنه د پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو سرتېري شامل دي چې په پرمختللو وسلو سمبال دي.

نوموړی زیاتوي، دغه ګارنېزیون د ښار ټولو برخو او کمربندونو کې د منظمو ګزمو او وسله والو د ځپلو ترڅنګ د غیر مسوول وسله والو، تورو ښیښو موټرو او بې اسناده وسلو په راټولولو او د جنایي ډلو په ځپلو کې له بشپړ صلاحیته برخمن دي.

والي زیاتوي: "د امنیت د ټېنګښت لپاره ۱۲۰ تنه ګارنېزیون تشکیل شوی دی، نن یې عملاً په کار پیل وکړ، دا ګارنېزیون به د امنیه قوماندانۍ د محترم قوماندان صاحب تر امر لاندې ورسره د ملي امنیت او ملي اردو ګډ قطعات د ښار په بېلابېلو ځایونو کې عملیات کوي."

والي محمد داوود وايي، دغه ګارنېزیون یې د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه جوړ کړی دی.

د غزني امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد چې د دغه ګارنېزیون مشري پر غاړه لري وايي، دغه ګارنېزیون به ۲۴ ساعته د تیارسئ په حالت کې وي او چیرته چې وغواړي عملیات کولای شي: "دوی به ۲۴ ساعته چمتووالی لري، د ښار په هرځای کې چې پېښه کېږي، دوی به ځان رسوي او دښمن ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي."

د غزني د ولایتي شورا غړي بیا د دغه ګارنیزیون جوړول ستايي خو وايي، د دغه ولایت د مرکز د ژغورنې لپاره باید نور تدابیر هم ونیول شي، که نه ستونزې به رامنځته شي.

د یادې شورا مرستیال مشر امان الله کامراني وایي: "د غزني جغرافیې ته په کتو ۱۲۰ تنه هېڅ شی نه دي، دا یې هم یو نېک ګام اخیستی، خو بیا هم زموږ غوښتنه له دوی دا ده چې زیات شمېر کسان برابر کړي چې د غزني له خلکو او د غزني له مرکزه دفاع وکړي، ځکه اوس خطونه ډېر رانږدې شوي دي، په یو کیلومټرۍ کې د ولایت کې دي، نو زما په نظر دغه کسان بسنه نه کوي."

دغه ګارنېزیون په غزني کې په داسې حال کې جوړیږي چې له تیرې یوې میاشتې د غزني مرکز امنیتي کړۍ راتنګه شوې ده، وسله وال طالبان د ښار څنډو ته رسېدلي او ډېری وخت امنیتي ځواکونه له دغه وسله والو سره په جګړو بوخت وي.