یوناما په هرات ښار کې پر خپل دفتر برید غندلی

ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت په هرات ښار کې پر خپل دفتر برید غندلی دی.

د هرات ښار په شااوخوا سیمو کې پرون جمعه(د زمري ۸مه) د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ درنې نښتې وشوې.

یوناما په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شو ویلي چې په دې برید کې یو پولیس وژل شوی او یو شمېر نور پولیس افسران ټپیان شوي دي، خو د ملګرو ملتونو کار کوونکو ته زیان نه دی اوښتی.

یوناما وايي، د دولت ضد وسله والو مخالفینو د ملګرو ملتونو د دفتر دروازه په داسې حال کې په توغندي او مرمیو په نښه کړې ده چې د ملګروملتونو نښې او علامې په روښانه ډول پرې ښکاري.

د یوناما په بیان کې یادونه شوې چې د ملګرو ملتونو پر دفتر او ملکي کار کوونکو برید د نړیوال قانون پر اساس منع دی او کېدای شي چې جنګي جرم وبلل شي.

یوناما غوښتنه کړې چې د دې برید ترسره کوونکي باید وپېژندل شي او حساب کتاب ته راکاږل شي.