قریشي: د پاکستان دښمنان د چینایي شرکتونو کار کوونکي په نښه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تور لګولی چې د ده د هېواد دښمنان، د چینایي شرکتونو کار کوونکي په نښه کوي.

شاه محمود قریشي پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد کړي وویل، په کراچۍ ښار کې د چهارشنبې ورځې برید چې دوه چینايي کارګران یې ټپیان کړل او پر یوه بس د دوو اونیو مخکې چاودنه چې نهه چینايي وګړي یې ووژل د پاکستان روحیه نه شي کمزورې کولای.

د چهارشنبې ورځې د وسله وال برید په اړه د پاکستاني پولیسو په لومړني راپور کې ویل شوي و چې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوي چینايی وګړی د کراچۍ د اټمي برښنا د بټۍ انجینر و، خو په دې پسې پولیسو په یوه بل راپور کې د اټمي بټۍ خبره واېستله او یوازې دومره یې وویل چې په برید کې دواړه وژل شوي چینایان د فابریکو کارګران وو.

چین په وروستیو څو کلونو کې په پاکستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې خو دې پانګونو د هغو بېلتونپالو ډلو مخالفتونه پارولي چې وايي، د دوی ولسونو ته د دې پروژو هېڅ ګټه نه رسېږي.