کرونا؛ توکیو کې المپیکي لوبې د نوېو محدودیتونو سره-سره روانې دي

توکیو کې روانې المپیکي لوبې

د توکیو د المپیک سیالۍ په جاپان کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو د زیاتېدو له کبله د نویو محدودیتونو له لګېدو سره-سره روانې دي.

تر دې دمه چین د سرو زرو د ۱۹ مډالونو په ګټلو سره په لومړي مقام کې دی. د سیالیو کوربه جاپان، د سرو زور د ۱۷ مډالونو په ګټلو سره په دوهم او متحدایالات د ۱۴ طلايي مډالونو په ګټلو سره په درېیم مقام کې دي.

که څه هم د المپیک سیالۍ سږ کال د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې له نندارچیانو پرته ترسره کېږي، خو بیا هم پرون د جمعې په ورځ توکیو نژدې په درېیو نورو سیمو کې تازه محدودیتونه ولګول شول.

ټاکل شوې چې د المپیک د دوبي سږنۍ لوبې د اګسټ تر اتمې نېټې پورې په توکیو ښار کې دوام وکړي.