زابل کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدلو له امله درې ملکیان ووژل شول

د زابل ولایت مرکز کلات ښار چوک

د زابل ولایت مرکز کلات اړوند په کلا کلي کې پر یوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدلو له امله درې ملکیان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر نظیر حریفال نن ازادي راډیو ته د تېرې شپې له پېښې د لېږدول شویو مړو او ټپیانو په اړه وویل: "ولایتي روغتون ته ۱۱ کسان راوړل شوي چې له دې ډلې درې تنه شهیدان او اته تنه ټپیان وو. دوی اوس په ولایتي روغتون کې بستر دي."

د زابل امنیه قوماندان جنرال ویس صمیمي رسنیو ته ویلي هاوان مرمۍ د وسله‌والو طالبانو له‌خوا توغول شوې ده، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.