د افغانستان بهرنیو چارو وزارت: اسناد ښيي چې سلسله علي‌خېل تښتول شوې

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر لور سلسله علي‌خېل

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ټول ترلاسه شوي اسناد ښيي چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر لور د سرطان په پنځمه تښتول شوې او شکنجه شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره پرون/ پنجشنبه وروسته له دې په یوه اعلامیه کې وکړه چې د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل، د افغانستان د سفیر لور سلسله علي‌خېل له پاکستانه وتلې، خو په ترلاسه شویو تصویرونو کې نه‌ثابتېږي چې هغه دې تښتول شوې یا ځورول شوې وي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېڅ دلیل هغه جنایت توجیه کولای نه‌شي چې د طبي راپورونو او نورو اسنادو پر اساس ثابت شوی وي.

دغه وزارت همداراز وايي، د پاکستان حکومت له نړیوالو ژمنو او تړونونو سره سم د ډیپلوماتیکو استازولیو، افغان ډیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د غړو د امنیت ساتنې مسؤلیت لري.

دغه وزارت له پاکستانه غوښتي چې د پېښې د څېړنې په اړه خپلې هڅې چټکې کړي، د هغې عاملان سمدستي ونیسي او سزا ورکړي.

افغانستان د دې پېښې په اعتراض کې خپل سفیر او ډیپلوماتان له اسلام‌اباد څخه وروبلل.