ناټو د افغان امنیتي-دفاعي ځواکونو د روزنې پروګرام په ترکیه کې پیل کړ

ارشیف، افغان ځواکونه

ناټو او امریکا د ۲۰۱۴ م کال په پای کې د خپل محارب مأموریت له پای ته رسولو وروسته د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې ځانګړي افغان ځواکونه دننه په افغانستان کې روزل، خو له افغانستانه د دوی د پوځیانو له وتلو وروسته څرګنده نه‌وه چې دا مأموریت به په کوم بهرني هېواد کې پر مخ یووړل شي.

ناټو او ترک چارواکو پرون تأیید کړه چې ځانګړي افغان ځواکونه به په ترکیه کې د ناټو له لوري روزل کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ناټو له لوري په ترکیه کې د افغان ځواکونو د روزنیز پروګرام هرکلی کوي.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي-دفاعي ځواکونه تیار دي چې په دغه روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي.

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "ناټو له دې مخکې هم له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې لرلې دي چې له ترورېزم سره په مبارزه کې افغان ځواکونو ته ګټورې تمامې شوې دي او اوس‌یې تازه له هېواده بهر د افغان ځواکونو د روزنې لپاره چمتووالی ښوولی دی. موږ یې هرکلی کوو، منندوی یوو او افغان ځواکونه ورته بشپړ چمتووالی لري."

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

د ترکیې رسنۍ هم وايي چې ناټو په ترکیه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې پروګرام پیل کړی دی.

دا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت له پای ته رسېدو وروسته له افغانستانه دباندې د ځانکړو افغان ځواکونو لومړنی روزنیز پروګرام دی.

د راپورونو له مخې، ځانګړي افغان ځواکونه د شااوخوا ۸۰ سلنې عملیاتو مسؤلیت په غاړه لري.

ترکي رسنیو د ترکیې د چارواکو په قول ویلي، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یو شمېر غړي د چهارشنبې په ورځ د روزنې لپاره ترکیې ته ورسېدل.

په بروکسل کې د ناټو یوه ویاند د جرمني له ډي پي اې خبري اژانس سره په خبرو کې تأیید کړه چې ناټو د افغان امنیتي-دفاعي ځواکونو لپاره په ترکیه کې روزنیز پروګرام پیل کړی دی، خو هغه د امنیتي ملحوظاتو په خاطر د روزنې د ځای په اړه څه ونه‌ویل.

د افغانستان یو شمېر ځانګړي ځواکونه

د ناټو ویاند زیاته کړه: "د مالي او ډیپلوماتیک ملاتر ترڅنګ، ناټو په بهر کې د افغان ځواکونو د روزنې په شمول د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي. روزنیز پروګرام اوس پیل شوی دی."

د ناټو د ویاند په وینا، له افغان ځواکونو سره د ناټو د ملاتړ دوام د دغه تړون د ۳۰ غړو هېوادونو د مشرانو د پرېکړې پر اساس دی.

تر دې پخوا هم ترکیې د افغان پولیسو افسرانو ته په خپله خاوره کې روزنه ورکوله، خو دا لومړی ځل دی چې ناټو د دغه هېواد په خاوره کې هغه پروګرام پر مخ بیايي چې پخوا یې په افغانستان کې دننه د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې اجرا کاوه.