د 'یونېسکو' له لوري ۳ فرهنګي میراثونه د افغانستان په نوم ثبت شول

ارشیف

د افغانانو درې فرهنګي میراثونه د ملګروملتونو ښوونیزې، علمي او فرهنګي ادارې 'یونېسکو' له لوري د افغانستان په نوم ثبت شول.

دا درې میراثونه، د میناتورۍ هنر د بهزاد سبک یوازې د افغانستان په نوم، د وریښمو د تولید او روزنې صنعت د افغانستان، اذربایجان، ایران، ترکیې، ترکمنستان او ازبیکستان د ګډ میراث په نوم او یلدا شپه له ایران سره په ګډه د نړیوالو ناملوسو فرهنګي میراثونو په توګه د دوه زره دووه ویشتم کال د ثبت لپاره ومنل شول.