د زمري اوومه افغانستان کې د ملي بیرغ ورځ ده

آرشیف، د افغانستان ملي بیرغ

نن د زمري اوومه په افغانستان کې د ملي بیرغ ورځ ده.

په کابل او نورو ښارونو کې چې د دولت تر واک لاندې دي، درې رنګه بیرغ د ملي سمبول په توګه نندارې ته وړاندې کېږي.

خو په هغو سیمو کې چې پخوا د طالبانو په لاس کې وې یا یې په وروستیو څو اونیو کې نیولي دي، طالبانو د تورسپین او زرغون بیرغ پر ځای خپل سپین بېرغ پر دولتي ادارو راځوړند کړی دی او درې رنګه بیرغ یې لېرې کړی دی.

د افغانستان درې رنګه بیرغ په نولس سوه اته ویشتم کال کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پرمهال په لویه جرګه کې تصویب شوی و.