سویډن کې ګڼو افغانانو د پاکستان سفارت مخې ته مظاهره وکړه

سویډن کې د افغانانو مظاهره

د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې په لسګونو افغانانو د پاکستان د سفارت مخې ته پرون مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو په پاکستان تور پورې کړ چې د طالبانو ملاتړ کوي او په افغانستان کې نیابتي جګړه مخته وړي دا هغه تور دی چې اسلام اباد تل رد کړی دی.

د سویډن تردې مظاهرې مخکې په تېرې یوې اوونۍ کې یو شمېر افغانانو د امریکا د متحد ایالاتونو ځینو ښارونو، بریتانیا، بلجیم او ځینو نورو غربي هېوادونو کې د پاکستان د سفارتونو او سیاسي نمایندګیو مخې ته مظاهرې کړې وې.

د دې مظاهرو پر مهال په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علیخېل د برمته کیدو پېښه هم غندل شوې ده، سلسله علیخېل د چنګاښ په ۲۵مه په اسلام اباد کې وتښتول شوه چې ترڅو ساعته برمتې او ربړونې وروسته خوشې شوه.