چارواکي: په کاپیسا کې هوايي برید ۵ طالبان ووژل

آرشیف

امنیتي ځواکونه وایي، د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې الوتکو پرون چهارشنبه(د زمري۶مه) پر طالبانو بمباري وکړه.

د کاپیسا د امنیه قومانداني ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل: "د هوایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال چې د نجراب ولسوالۍ د شهرواني بازار سیمه کې ترسره شول پنځه طالبان ووژل شول او درې تنه یې ټپیان شول."

ښاغلي شورش زیاته کړه چې دا بمبارد پرون غرمه وشو. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.