بلېنکن: افغانستان کې پوځي حل‌لار نه‌شته، طالبان او حکومت باید خبرې وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې هند ته په سفر تللی وايي، په افغانستان کې پوځي حل‌لار نه‌شته، طالبان او حکومت باید خبرې وکړي.

انتوني بلېنکن د هند له بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، دواړه هېوادونه په دې موافق دي چې د افغانستان راتلونکی حکومت باید ټول‌شموله او د افغانانو بشپړ استازی وي او په نهایت کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، هند به د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې حیاتي رول ته دوام ورکړي.