پکتیکا چارواکي: د طالبانو له لوري پر خښ شوي ماین ۴ ملکیان وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د پکتیکا ولایت

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري پر خښ شوي ماین څلور ملکیان وژل شوي، خو له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن له غرمې وړاندې رسنیو ته وویل چې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې تېر ماښام په یوه سراچه ډول موټر چاودنه شوې چې په کې سپاره څلور کسان وژل شوي دي.

ارین وایي، وژل شوي ټول کسان ملکي وګړي دي او ماین د وسله والو طالبانو له لوري په عامه لاره کې ځای پر ځای شوی و

همدا راز د یوه بل خبر له مخې د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې.

د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وایي، د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه ټپیان شوي دي.

د ارین په وینا په وژل شوېو کې یو پاکستانۍ هم شامل دی او د درېیو کسانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.