د وژل شوي خبریال احمد امید خپلواک لسم تلین؛ کورنۍ یې عدالت غواړي

وژل شوی خبریال احمد امید خپلواک

په ارزګان ولایت کې خبریالان افغان حکومت او نړیواله ټولنه تورنوي چې د افغان خبریالانو قضیې نه څیړي او یوازې ورسره د دوی د خونديتوب ژمنې کوي.

د افغانستان په سویلي ولایت کې خبریالانو دا خبرې په دغه ولایت کې د احمد خپلواک په نوم د وژل شوي خبریال د مړینې لسم تلین پرمهال وکړې.

د احمد امید خپلواک مشر ورور احمد جاوېد خپلواک چې په یاد تلین یې کې ګډون کړی و وویل، که څه هم د ورور د وژل کېدو يې لس کال پوره شول، خو لا هم عدالت ورسره نه دی شوی.

دی ادعا کوي چې ورور يې لس کاله مخکې د وسله والو طالبانو له لوري پر ملي راډيو ټلوېزون د برید پر مهال د امریکايي سرتیرو له خوا وژل شوی دی.

جاوېد خپلواک زیاته کړه: "د امید له شهادته ۴۲ ورځې تېرې شوې د ۲۰۱۱میلادي کال د سېپټمبر ۸ نېټه وه چې امریکا اعتراف وکړ چې زموږ سرتیري ورغلی او امید خپلواک یې مخامخ ویشتلی، ځکه د ده په لاس کې ټیلیفون و او زموږ سرتیري پرې د ځان مرګي شک کړی و ،دوی دا اعتراف کړی، خو تر نننه پورې یې بیا زموږ پوښتنه نه ده کړې او نه يې هم کوم مرسته راسره کړې او نه هغه سرتیری محکمه شوی دی."

د وژل شوي خبریال احمد امید خپلواک ته د دعا مراسم

احمد جاوېد خپلواک وايي، د ورور د وژل کېدو په اړه د امریکا د حکومت اعتراف هم په انټرنیټ کې موجود پروت دی، خو ازادي راډيو ونه شو موندلی.

په ارزګان ولایت کې د بې بي سي خبریال احمد امید خپلواک لس کال مخکې پر یو شمېر دولتي ودانیو د وسله والو د بریدونو پر مهال له ۲۲ نور کسانو سره ووژل شو.

د احمد امید خپلواک ملګري نوموړی بې پرې او مسلکي خبریال یادوي او وايي چې تل به یې پر سختو لانجمنو موضوعاتو راپورونه جوړول او د خلکو غږ به یې پورته کاوه.

په ارزګان ولایت کې د تړون په نوم د خصوصي راډيو مسول احمد شاه جواد چې د احمد امید خپلواک سره نږدې پاتې شوی ازادي راډيو ته د احمد امید خپلواک د وژل کېدو په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ: "حالات ډېر اضطراري وو، د هلیکوپټرو له خوا بمبار کېده، پر ځمکه هم ډزې وې په عیني وخت کې د ملي راډيو ټلوېزیون پر ودانۍ کې موټر بم برید او دوه ځان مرګي بریدونه ترسره شول، موږ ته دا معلومه نه ده چې ایا خپلواک په موټر بم برید کې وژل شوی او یا په وروستیو دوو ځان مرګو بریدونو کې وژل شوی."

ازادي راډيو هڅه وکړه چې په دې اړه د امریکايي چارواکو سره هم خبرې وکړې، خو د پوره هڅو سره بیا هم بریالي نه شو.

په ارزګان ولایت کې مېشتو خبریالانو هم د احمد امید خپلواک د وژنې د قضیې د څېړنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې عاملینو سره یې باید قانوني چلند وشي.

دغه ولایت کې د ملي راډيو ټلوېزیون امر نعمت الله فریادي وویل چې دې وروستیو جګړو کې افغان خبریالان د ښکېلو لورو ترمنځ بند پاتې دي او ژوند يې له ګواښ سره مخامخ دی.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې او افغان دولت غږ وکړ چې د خبریالانو ژوند ته پام وکړي او هغوی د خپلو شخصي ګټو قرباني نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې یو ځل بیا تاوتریخوالی زیات شوی چې تازه افغان حکومت په کندهار کې څلور خبریالان په دې تور نیولي چې "دښمن" ته تبلیغات کوي او دغه راز د روېټرز فوټو ژورنالېست دانش صدیقي چې د افغان ځانګړو ځواکونو سره د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د خبرې پوښښ لپاره تللی و وژل شوی دی. له دې وړاندې بیا نور خبریالان د هدفي برید پرمهال وژل شوي چې یو د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي و.