سوېډن کې څارنوالانو یو ایرانی وګړی، د جنګي جرمونو په شک تورن کړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په سوېډن کې څارنوالانو یو ۶۰ کلن ایرانی وګړی، د جنګي جرمونو په شک تورن کړی دی. دا تورونه په ایران کې د ۱۹۸۸ میلادي کال سره تړلي چې په کې د حکومت په امر شااوخوا پنځه زره سیاسي بندیان اعدام شوي وو.

سویډني څارنوالان وايي، دې ایراني د ۱۹۸۸ میلادي کال د جولای او اګست په میاشتو کې د ایران د رج ښار بهر د ګوهر دشت زندان کې د مرستیال څارنوال د همکار په توګه کار کړی او ادعا کېږي چې دغلته یې په ترسره شوېو جدي بشري جنایاتو کې لاس درلود.

څارنوالانو ویلي، تورن کس پر خپله بې ګناهۍ ټینګار ته دوام ورکړی دی.

سویډني څارنوالان د دې مشکوک تورن هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ګڼ شمېر ایراني فعالانو هغه پخوانی ایراني څارنوال حمید نوري بللی دی.

سویډني رسنیو ویلي چې نوري د ۲۰۱۹ میلادي کال په نوومبر کې کله چې نوموړی سویډن ته ورسېد نېول شوی دی او له هماغه وخت راهېسې توقیف کې دی.

په ایران کې یو پخواني سیاسي بندي او څېړونکي ایرج مصداقي د ازادي راډیو فردا څانګې ته په یوه مرکه کې ویلي چې حمید نوري د ۱۹۸۸ میلادي کال په اعدامونو کې مهم رول درلود.

په ایران کې د ۱۹۸۸ میلادي کال په اعدامونو کې تر ډېره د ایران د خلق د مجاهدینو غړي په نښه شوي وو. دا یوه سیاسي وسله واله ډله وه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشرتابه د پرزولو او پرځای یې د خپل حکومت د جوړولو هڅه کوله.

د مجاهدین خلق ډلې د عراق له پوځ سره چې هغه مهال له ایران سره په جګړه کې ښکېل و، همکاري کوله.

د بشري حقونو سازمانانو وايي چې هغه وخت د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي د ایران په ټولو زندانونو کې د هغو ټولو زندانیانو د اعدام امر کړی و چې د مجاهدین خلق له سازمان سره یې اړیکې یا خواخوږي لرله.

د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي

د ایران د مجاهدین خلق سازمان چې د دې اعدامونو لومړنی هدف و وايي، شااوخوا ۳۰ زره کسان هغه مهال اعدام شوي دي، خو د بشري حقونو د ملاتړ ادارې د اعدام شوېو کسانو شمېر له څلورو زرو تر پنځو زرو پورې ښيي. په دې اعدامونه د فدایان خلق د ډلې په څېر د کیڼ پالو ډلو غړي هم شامل وو.

د سویډن څارنوالانو ویلي، د همدې امر پر بنسټ په ۱۹۸۸میلادي کال کې د جولای له ۳۰مې نېټې څخه د اګسټ تر ۱۶ نېټې پورې یوه لوی شمېر زندانیان په ګوهردشت زندان کې اعدام شول.

ویل کېږي په سویډن کې تورن شوي حمید نوري په همدې زندان کې د څارنوالۍ برخه کې دنده درلوده او پر نوموړي تور دی چې دې اعدامونه کې یې مهم رول ترسره کړي.

سویډني څارنوالان وايي، د نوموړې محاکمه به د اګسټ پر لسمه نېټه پیل شي او تمه ده چې د راتلونکې کال اپریل پورې به دوام وکړي.