د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن سهار له خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره ولیدل.

دا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نوې ډېلي ته د بلېنکن لومړی سفر دی او تمه ده چې په ترڅ کې به یې د افغانستان د روان وضعیت، د کرونا ویروس ضد واکسین د تجهیزاتو او د هند د بشري حقونو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

تمه ده چې ښاغلی بلېنکن به وروسته د هند له صدراعظم ناریندر مودي سره هم وګوري او د افغانستان په اړه به خبرې ورسره وکړي.