پنټاګون: د طالبانو پر سنګرونو حملې زیاتې شوي

پنټاګون

پنټاګون په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو پر سنګرونو د حملو د زیاتېدو خبر ورکوي.

د پنټاګون یوه ویاند تورن جنرال رابرت لودویک تېر ماښام خبریالانو ته وویل چې دا حملې هم د عادي او متعارفو او هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي دي خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

دا حملې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شوي خو ډېر تمرکز یې د کندهار پر شااوخوا وو.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کنت مککنزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل، که طالبان خپلو حملو ته زور ورکړي نو امریکا به هم د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي.

امریکايي چارواکو ویلي چې امریکايۍ الوتکې له بهره افغانستان ته راغلي او هوايي حملې یې کړي دي ځکه د امریکا پوځ خپلې جنګي الوتکې له افغانستانه ایستلي دي.