سویډن مېشتي افغانان نن د پاکستان سفارت مخې ته لاریون کوي

د ستاکهلم یوه څنډه

په سویډن کې مېشت افغانان په پام کې لري چې نن چهارشنبه په پلازمېنه ستاکهولم کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون وکړي.

د دغه لاریون یوه تنظیموونکي عنایت عادل، ازادي راډیو ته وویل، دوی به له پاکستانه وغواړي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي: "د لاریون هدف دا دی چې د پاکستان له حکومت او استخباراتي ادارې (ISI) وغواړو چې د طالبانو ملاتړ ونه کړي. د ترهګرو ملاتړ دې نه کوي او په افغانستان کې نیابتي جنګ بند کړي. له طالبانو هم غواړو چې افغان­وژنه بنده کړي او موږ سوله غواړو."

تردې مخکې د کابل تر څنګ، د امریکا په ځینو ښارونو، بریتانیا، بلجیم او نورو هېوادونو کې هم د پاکستان د سفارتونو مخې ته دغسې لاریونونه شوي دي.

د لاریون برخوالو پاکستان د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورن کړی او په اسلام اباد کې یې د افغان سفیر د لور سلسلې علیخېل د تښتونې او ربړونې پېښه یې غندلې ده.

سلسله علیخېل د چنګاښ/سرطان پر ۲۵مه وتښتول شوه چې تر څو ساعته برمتې او ربړونې وروسته خوشې شوه.