انتوني بلېنکن د هند له لوړ-رتبه چارواکو سره پر افغانستان غږیږي

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، نن چهارشنبه د هند له لوړ-رتبه چارواکو سره د افغانستان پر موضوع خبرې وکړي.

بلېنکن چې پرون سې شنبه هندوستان ته ورسېد نن له صدراعظم ناریندرا مودي او د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر سره ګوري.

په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، نوي ډیلي په وروستیو کې د طالبانو له خوا د زیاتو سیمو د لاندې کولو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

هندوستان چې د افغان دولت له عمده ملاتړو څخه ګڼل کېږي، د ناامنیو له زیاتېدو سره جوخت په کندهار کې د خپلې قونسلګرۍ ۵۰ کارکوونکي وایستل.

بلېنکن به تر دغه سفر وروسته کویټ ته ځي.