راپور: طالبانو د افغانستان او تاجکستان پر پوله انصارالله ډله ګمارلې

وسله وال طالبان

د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د جګړو شدت وسله وال طالبان له ځینو نورو افراطي ډلو سره همکارۍ ته نږدې دي.

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې په یوه څېړنیز راپور کې ویل شوي، په وروستیو کې د وسله والو طالبانو او د تاجکستان د انصار الله ډلې یا جماعت انصارالله ترمنځ همکاري زیاته شوې او د دوی وسله والو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي، د تاجکستان د انصار الله ډلې جنګیالي د افغانستان په څو ولسوالیو کې عملاً حضور لري.

د تحقیقاتي راپور جوړوونکي، مومن احمدي وویل:" ​موږ ته زیات اسناد په لاس راغلي چې ثابتوي د تاجکستان جنګیالي د تاجکستان پر پوله د بدخشان ولایت پر پنځو ولسوالیو کنټرول لري. د افغانستان پر پوله د یوې سقوط شوې سیمې یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل چې د مهدي ارسلان په نوم په تاجکستان کې یوه زېږېدلي وګړي پر سرحدي پوسته د طالبانو بیرغ اوچت کړ."

د راپور له مخې د تاجکستان دغه وسله وال د بدخشان ولایت په کوف­اب، شِکی، نِسَی، مایمَی او خواهان کې حضور لري، چې مشري یې په خټه د تاجکستان یو ګړی مهدي ارسلان کوي.

په راپور کې ویل شوي، چې د ارسلان اصلي نوم محمد شریفوف دی چې د تاجکستان په ختیځ کې د نور اباد سیمې اوسېدونکی دی.

په تاجکستان کې دننه د انصارالله ډلې پر فعالیت بندیز دی او غړي یې د ټرورېزم په تور تر تعقیب لاندې دي.

د تاجکستان سرحدي چارواکو ویلي دوی ته معلومات رسېدلي چې د محمد شریفوف په رهبرۍ وسله وال کسان له پولې افغانستان ته اوښتي دي.

دغو چارواکو ویلي، دوی د طالبانو په لیکو کې د تاجکستان د لږ تر لږه ۲۰۰ وګړو موجودیت تثبیت کړی دی.

دغو وسله والو ته په افغانستان کې د تاجکستان وسله وال ویل کېږي چې د تاجکستان په لهجه خبرې کوي، خو په اصل کې د انصار الله ډلې یا جماعت انصار الله غړي دي.

تردې مخکې د بدخشان ولایت چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې ځايي طالبان د انصار الله ډلې تر څنګ د شرقي ترکستان، د ازبیکستان اسلامي غورځنګ او د قفقاز اسلامي امارت له ډلو سره اړیکې لري.

وسله وال طالبان تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې له نورو افراطي ډلو سره په ارتباط لرلو تورن شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د چنګاښ پر لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خبرو کې ویلي و، وسله والو طالبانو لا هم القاعده شبکې ته پناه ورکړې، دغه راز له لشکرطیبه، د پاکستاني طالبانو له غورځنګ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبیکستان له اسلامي غورځنګ سره اړیکې لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي و، وسله والو طالبانو لا هم القاعده شبکې ته پناه ورکړې.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، محمد امیري پرون د طالبانو او نورو تروریستي ډلو د اړیکو په اړه رسنیو ته وویل: "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نورو نړیوالو سازمانونو راپورونه ښيي چې طالبانو نه یوازې له القاعده، داعش او نورو تروریستي سازمانونو سره خپلې اړیکې پرې کړې نه دي، بلکې د یو بل تر څنګ د خلکو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې جنګېږي."

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د القاعده په ګډون له نورو تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو موضوع رد کړه: "دلته نه اوس باندنۍ شبکې شته، نه د القاعده په نوم څوک وجود لري. نه هم دلته هغوی ته فرصتونه شته.»

بل خوا د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر اندېښنه ښوولې چې تاجکستان ته له افغانستانه د اوښتونکو کډوالو په ډله کې ښايي د افراطي وسله والو ډلو غړي هم داخل شي.

د تاس خبري اژانس په حواله، سراج الدین مهرالدین د سې شنبې په ورځ ویلي، د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره مشخصو اقداماتو ته اړتیا ده.