هنګري: که طالبان افغانستان کې واکمنان شي، ډېر افغانان به خپل کورونه پرېږدي

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیتر سیارتو

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیتر سیارتو وایي، که طالبان په افغانستان کې واکمنان شي، ډېر افغانان به خپل کورونه پرېږدي.

ښاغلي سیارتو پرون دا خبره په یوه خبري غونډه کې په استانبول کې وکړه.

ده وویل: "د ناټو پرېکړه چې له افغانستانه وځي د کډوالۍ د نوي موج سبب کېدای شي. که طالبان پر افغانستان مسلط شي، نو ډېر افغانان به خپل کورونه پرېږدي. زموږ د استخباراتي افسرانو د راپورونو له مخې، په زرګونه افغانان هره ورځ خپل کورونه پرېږدي، کله چې موږ نقشې ته ګورو نو داسې انتظار کوو چې د مهاجرینو تازه موج به ډېر ژر ترکیې ته ورسېږي."

سیارتو زیاته کړه چې دا کډوال به له ترکیې د هنګري په ګډون نورو هېوادو ته ځانونه ورسوي.

وروسته تر دې چې د مې په میاشت کې په افغانستان کې د پاتې امریکایي او ناټو ځواکونو وتل پيل شول، په دې هېواد کې شخړې د پام وړ زیاتې شوې دي.

د چارواکو په وینا په دې څو میاشتو کې په زرګونه کورنۍ د افغانستان دننه بې‌ځایه شوې دي او مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي.