کابل کې د امریکا سفارت سرپرست په افغانستان کې د هدفي وژنو دوام وغانده

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن وویل چې په افغانستان کې د هدفي وژنو ادامه غندي.

ښاغلي وېلسن نن په ټویټر کې لیکلي دي: "موږ په ټول افغانستان کې هدفي وژنې، د ورانیو او د افغانستان د لاسته راوړنو پر ضد ګواښونه او اعلامیې غندو."

وېلسن زیاتوي چې د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو سخت حمایت کوي.

په وروستیو کې د کندهار په سپین بولدک او د غزني په مالستان کې د طالبانو له لوري د لسګونو ملکیانو د وژلو راپورونه خپاره شوي دي.

طالبانو دا تورونه رد کړي دي.