نی: کندهار کې نیول شوي خبریالان لا نه دي خوشې شوي

د کندهار ښار یوه څنډه

په کندهار کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي، د ملي امنیت له خوا نیول شوي خبریالان لا هم نه دي خوشي شوي.

د نی ادارې د کندهار څانګې مشر عبدالسمېع غیرتمل بېګا ازادي راډیو ته وویل چې څلور افغان خبریالان د طالبانو تر ولکې لاندې بولدک ولسوالۍ ته تللي وو چې د راستنېدو پر مهال ملي امنیت ونیول، خو د دوی له هڅو سره سره لا نه دي خوشې شوي.

غیرتمل زیاته کړه: "موږ که څه هم بار-بار غوښتنه وه، خو تراوسه پورې زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی. نه هغه دلایل چې د ملي امنیت اداره یې لري موږ ته روښانه کوي چې په کوم دلیل باندې دوی نیول شوي دي. خو موږ به کوښښ وکړو چې د دوی چاره وکړو او را خوشې یې کړو."

د کندهار د ملي امنیت له خوا په نیول شوېو خبریالانو کې د ملت غږ په نوم د یوې راډیو درې خبریالان بسم الله وطندوست، قدرت سلطاني او مجیب عبیدي او د سینهوا یا د چین خبري اژانس عکاس ثناالله سیام شامل دي.

بسم الله وطندوست د سولې ولسي حرکت ویاند هم دی. دی مخکې د طالبانو له خوا هم د ځینو نورو ملګرو سره نیول شوی و.

ملت غږ راډیو په خپل فیسبوک لیکلي چې د کندهار د ملي امنیت ادارې ورته ویلي، دا خبریالان د امنیت شورا په امر نیول شوي هغه څه چې لا پرې افغان چارواکو تبصره نه ده کړې.

هاخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم بېګا په خپل ټوېټر لیکلي، افغان حکومت دا خبریالان د دې لپاره نیولي چې د ده په خبره په حقایقو پسې ګرځېدل او د پېښو د سپیناوي کوښښ یې کاوه.