د امریکا مرکزي قوماندانۍ پر طالبانو د هوایي حملو د زیاتوالي خبرداری ورکړ

د امریکا متحده ایالاتو د هوايي ځواک جنګي جېټ الوتکې

امریکا د راتلونکې اګسټ میاشتې له ۳۱مې وروسته هم پر طالبانو د هوایي حملو خبرداری ورکړی. د اګسټ ۳۱مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتنې وروستۍ نېټه ده.

‎د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک‌کنزي ویلي چې د هېواد هوایي ځواکونو یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په دې وروستیو څو ورځو کې د طالبانو څو پوستې هدف ګرځولي او که طالبانو د حملو د زیاتېدو هڅه وکړه، دغه حملې به لا زیاتې کړي.

‎د تېرې اوونۍ په وروستیو کې امریکایي هوايي ځواکونو په کندهار او هلمند کې طالبان په نښه کړل او طالبانو هم په دې حملو کې د خپلو جنګیالیو مرګ‌ژوبله ومنله.

‎جنرال مک‌کنزي د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۳» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هېواد یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ خپلې هوایي حملې زیاتې کړې دي: "متحده ایالاتو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ خپلې هوایي حملې په دې وروستیو ورځو کې زیاتې کړي او موږ چمتو یو چې د دغه ملاتړ کچه د طالبانو د حملو د دوام په صورت کې لا زیاته کړو."

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک‌کنزي

ښاغلي مک‌کنزي ویلي چې د اړتیا په صورت کې به ان د روان کال د اګسټ میاشتې د ۳۱مې نېټې چې له افغانستانه به د بهرنیو ځواکونو وتل بشپړ شي، خپلو هوایي حملو ته دوام ورکړي.

‎جنرال مکنزي ټینګار وکړ چې امریکا به د تسلیهاتي او لوژستیکي همکاریو ترڅنګ د افغان هوایي ځواکونو د پیاوړتیاوو د لوړېدو لپاره هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

‎د امریکایي ځواکونو دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړه: "سختې ورځې مخکې دي، خو داسې لاره هم شته چې دغه جګړه د یوې سیاسي هوکړې په لوري بیولی شي."

‎له دې سره د افغانستان ملي دفاع وزارت د امریکا له دغه اقدامه هرکلی کوي.

‎د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د افغانستان دفاع وزارت د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو له لوري له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ او ملاتړ او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې هرکلی کوي او له شک پرته چې د متحده ایالاتو مرسته او ملاتړ به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ګټوره وي."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

طالبانو تازه د جنرال کېنټ مک‌کنزي د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ويلي، خو وړاندې یې د امریکایي ځواکونو له لوري په کندهار او هلمند ولایتونو کې د دوی پر پوستو د حملو په غبرګون کې ویلي و چې دغه ‌‌‌‌‌‌ډول حملې د دوحې د سولې تړون خلاف دي.

‎هغه مهال د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې دغه ‌‌‌‌‌‌ډول حملې به ځان ته پایلې ولري.

‎بل‌خوا چین او پاکستان هوکړه کړې چې د افغانستان په اړه یوه پنځه فقره‌یي کړنلاره تعقیب کړي.

‎د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ په خپل لیدو کتو کې وویل چې په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي او سولې د راوستو لپاره په ټوله معنی او ځواک هڅې د پاکستان او چین په لومړیتوبونو کې دي.

‎د بین‌الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې د خبرو اترو فعاله رول، له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د همغږۍ او همکارۍ ترسره کول او د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د هغو مسؤلیتونو ادا کول چې د سولې په برخه کې یې لري، د دغې کړنلارې نور ټکي یاد شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي (ښی) او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد یې له دغې کړنلارې ملاتړ کوي او د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه به ژر یوه پرېکړه وشي.

‎دا موضوع‌ګانې داسې مهال مطرح کېږي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په یوه ټويټ کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د اړیکو له مسؤل سره د اروپایي هېوادونو د ځینو استازو او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازي لیدو کتو ته په اشارې لیکلي چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه دې د کره څېړنو وروسته بې‌پرې او د پېښو په اړه خپل راپورونه خپاره کړي.

‎دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د بشري حقونو ځینو مدافعینو طالبان د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د بشري حقونو پر سرغړونو تورن کړي وو.