یوناما: که طالبان حملې بندې نه‌کړي، د ملکي تلفاتو شمېر به بې‌ساری لوړ شي

ارشیف، لوګر کې په یوې موټر بم چاودنه کې وژل شوي کسان

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې که وسله‌وال طالبان خپلې حملې بندې نه‌کړي، نو په افغانستان کې به د ملکي تلفاتو شمېر په تېره یوه لسیزه کې بې‌سارې لوړې کچې ته ورسېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر، یوناما په یوه خبرپاڼه کې چې نن د زمري په څلورمه نېټه خپره شوه د روان ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په تېره څه باندې یوه لسیزه کې چې په افغانستان کې خپل مأموریت پیل شوی، د یوه کال په ترڅ کې د ملکي تلفاتو اوسنۍ شمېره ښايي تر ټولو لوړه وي.

د یوناما په راپور کې راغلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۱،۶۵۹ په شاوخوا کې ملکي افغانان په جګړو کې وژل شوي او ۳،۵۵۴ نور ټپیان دي.

په راپور کې د نږدې ۴۰ فیصد ملکي تلفاتو پړه پر طالبانو، د نږدې ۹ فیصدو پر داعش ډلې او د ۱۶ فیصده نورو پړه د حکومت پر نامعلومو وسله‌والو مخالفینو اچول شوې. په راپور کې افغان ځواکونه او حکومت پلوي وسله‌وال په سلو کې د شااوخوا ۲۵ ملکي تلفاتو عاملان بلل شوي دي.

د راپور له خپرېدو سره په یوه وخت کې د یوناما مشرې دیبرا لاینز په یوه بیان کې ویلي چې که د تاوتریخوالي مخ په زیاتېدو بهیر ونه‌درول شي، نو په بې‌ساري شمېر ملکي افغانان به مړه او ټپیان شي.

خو افغان حکومت بیا په دې راپور کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا ملکیانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه د دې راپور شمېرې رد کړې دي.

طالبانو دا راپور یو اړخیز بللی او ویلي یې دي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په یوه سیمه کې طالبانو ملکي وګړي په عمدي ډول نه‌دي زیانمن کړي او داسې حملې یې نه‌دي کړي چې د عامو خلکو د تلفاتو احتمال په‌کې وي.