کابل کې د امریکا سفارت: طالبان دې روان پوځي عملیات ته ژر تر ژره ودروي

کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې روانو پوځي عملیاتو ته ژر تر ژره پای ورکړي.

دې سفارت پرون یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا پوځي تحرکات د خبرو له لارې یوه جوړجاړي ته د رسېدو هڅې شنډوي.

سفارت له طالبانو اوربند غوښتی او زیاته کړې ده چې روانې جګړې ملکیان زیانمنوي او له خپلو مېنو یې بې‌ځایه کوي.

بل‌خوا د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، د افغانستان د سولې په اړه د نړیوالو ګډ دریځ به دا پروسه خوځنده کړي.

ښاغلي ستانکزي دا خبرې پرون په کابل کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکولسن سره د لیدو کتو پر مهال وکړې.

د سولې په تړاو تېره اوونۍ دوحه کې د لوړې کچې دوه ورځنۍ غونډه وشوه، خو د دولت لوری ترې ناراضه بېرته کابل ته ستون شو او ولسمشر محمد اشرف غني وویل، طالبان سوله نه‌غواړي.