د وسله‌والو طالبانو د تحرکاتو مخنیوی څنګه کېدای شي؟

ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر وايي، د افغان ځواکونو لومړنی کار او دنده دا ده چې د طالبانو تحرک او پرمختګ راکم کړي.

طالبان په تېرو نږدې دوه‌نیمو میاشتو کې چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی، تر ۱۹۰ د زیاتو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي.

افغان حکومت بیا وايي چې د ځینو ولسوالیو مرکزونه‌یې بېرته نیولي، یا دغه مزکونه بل ځای ته انتقال شوي چې دا د ولسوالیو د سقوط په معنی نه‌ده.

صالح محمد صالح، د ولسي جرګې له پخوانۍ استازې شکریې بارکزۍ څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، د وسله‌والو طالبانو د تحرکاتو مخنیوی څنګه کېدای شي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له شکریې بارکزۍ سره مرکه