ایران د څو اعتراض کوونکو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو انتقادونه رد کړل

د ایران خوزستان ولایت کې اعتراضونه

د ایران حکومت په خوزستان ولایت کې د اعتراضونو په ترڅ کې د څو کسانو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو انتقادونه رد کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرې میشل باشلې د جمعې په ورځ په خوزستان کې چې د تېلو پراخې زېرمې لري د تېرو څو اوونیو اعتراضونو په ترڅ کې د یو شمېر کسانو وژنه او د ډېرو نورو نیول وغندل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده پرون شنبه د مېرمن باشلې وینا غیر مسلکي او د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.

په تېره یوه اوونۍ کې د خوزستان خلک لارو او واټونو ته راووتل او د اوبو د کمښت پر وړاندې یې چې علت‌یې وچکالي ده په لاریونونو لاس پورې کړ.

په عین حال کې پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د دې اعتراضونو لمن نورو ولایتونو ته هم غځېدلې ده.

وچکالۍ او د کرونا وبا خپرېدو له یوې خوا او د نړیوالې ټولنې بندیزونو له بلې خوا د ایران اقتصاد سخت ځپلی دی.