چارواکي: ارزګان کې ترافیکې پېښې یو خبریال وژلی

د ارزګان ولایتي روغتون

د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وايي، په دې ولایت کې د یوې محلې راډیو خبریال تېره شپه په ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی.

احمد ځلاند نن ازادي راډیو ته وویل، دغه خبریال د تعلیم الاسلام په نوم د محلي راډیو کارمند و: "​تېره شپه د تعلیم اسلام راډيو د محلي راډيو د دیني خپرونو چلوونکی سمیع الله عبرت په نوم په یوه ترافیکي پېښه کې چې د موټر سایکل د ټکر له امله رامنځته شوی، وژل شوی دی."

چارواکي وايي، په پېښه کې درې نور کسان ټپیان شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال وايي، د تعلیم اسلام راډیو له مسوولانو سره تر اوسه په دې اړه په تماس نه دی بریالی شوی.